د فزيکي فعالعيت ګټې

دنړیوال روغتیایی سازمان په وینا، فزېکي فعالعيت په نړۍ کې د مړینې څلورم مخکینۍ خطرنک فکتور دی چې ټولټال ۶٪ دمړینې سبب ګرځي. همدارنګه اټکل کیږي چې لږ فزیکي فعالعيت د ۲۱-۲۵٪ سینې او د کولمو سرطان، د شکر ناروغۍ ۲۷٪ او۳۰٪ د زړه د ناروغۍ سبب

ګرځېدلې دې

فزیکي فعالعيت د عضلاتو په کارولو سره د جسماني حرکت په توګه تعریف شوی

د فزيکي فعالعيت ګټې

فزیکې فعالیتونه باید د هر شخص په ژوند کې ځای پر ځای شي او دا باید د عمر، جندر او وړتیا پرته، د هرې ورځې ورځنۍ لیست برخه وي. په منظمه فزیکي فعالعيت کې برخه اخیستنه دواړه فزیکي او ذهني ګټې لري لکه د وینی فشار،د زړه ناروغی،د شکر ناروغۍ،لوړ فشار،سینې اودکولمو سرطان، د وزن کموالي،خپګان،د ځان باور زیات والي،زده کړې لاسته راوړنو ته وده ورکول اوداسې نور ډېرې ګتې لری

په منظمه توګه فزیکي فعالعيت کې د ګډون کولو ګټي بې شمیره دي او د دې مقالې د محدودېت څخه بهر مګر پوښتنه دا ده چې خلک څومره فزیکي فعالیتونه کې ښکیلتیا ته اړتیا لري؟

د نړۍ روغتیایی سازمان د عمرونوپه مطبګ سره سم د خلکو لپاره د فزیکی فعالعيت عمومی لارښود سپارښتنه کړی ده


کوچنيان او ځوانانو لپاره فزیکي فعالعيت



د فزيکي فعالعيت لارښودونه ښيي چې د ۵-۱۷ کلونو کوچنيان او ځوانان بايد لږترلږه د ۶۰ دقيقو, سخت منځنۍ شدت په کچه سره هره ورځ فزیکي فعالیتونو کې برخه واخلې. منځنۍ فزیکي فعالیت هغه فعالیتونو ته اشاره کوي چې د یو فرد د زړه د کچې لوړولو لپاره خورا سخت وي او چیرې چې دا شخص خولې پیلوي. ځواکمن جسماني فعالعيت هغه فعالیتونو ته اشاره کوي چې د زړه د شرحې او تنفس په ډراماتیک ډول زیاتوي، په داسې حال کې چې دا به په خبرو اترو کې ستونزمن وي. د ماشومانو او ځوانانو لپاره ۶۰ دقیقی فزيکي فعالیتونوکي سپورټ، ترانسپورت، پالن شوي تمرین، ټولنیز فعالیتونه او نورهم شامل دي، سربیره پردې ماشومان او ځوانان باید په سختو فعالیتونو کې برخه واخلي، په شمول دهغه کسانو چې عضلات او هډوکي تقویه کوي هغی پاید په اونۍکې ۳ ځله عضلات او هډوکي تقویه کولو لپاره په پالن شوي تمریناتو کې برخه واخلې

لویانو لپاره فزیکي فعالعيت

د ۱۸-۶۵ کلونو لویانو لپاره فزیکي فعالعيت لارښوونې ښایی چی دویی پاید لږترلږه د ۱۵۰ دقیقو منځنۍ او یا د ۷۵ دقیقو شدیت فزیکي فعالیتونوسره دعضلاتو تقویت فعالیتونوکې هره اونۍ برخه واخلې. لویان پاید په بیلابیلو فعالیتونو کې لکه تفریح، ترانسپورت، یا سایګل چلولو، لوبې ، سپورټ، پالن شوي تمرین، اوداسې نورفعالیتونوکې ګډون وکړي.

د اضافي ګټولپاره لویان باید د منځنۍ او شدت فزیکي فعالعيت ته وده ورکړي په هره اونۍ کې ۳۰۰ دقیقې پورې،او یا په اونۍ کې سخت شدت په ۱۵۰ دقیقو کې ښکیل وي. سربېره پر دې، لویان باید په اونۍ کې د عضلاتو پیاوړتیا فعالیتونه هم ترسره کړي

د غیر فعاله خلکو لپاره مشوره

هغه خلک چې په منظمه توګه فزیکي فعال ندي او غواړئ چې هره ورځ فعاله شي نو د لږو او سپکو فزیکي فعالیتونو سره پیل او د وخت په جریان کې په ورو, ورو تعدد، او شدت زیات کړئ. د فعال صحتمند ژوندانه د الرښوونې لپاره، تاسو باید هره ورځ په منظمه توګه فزیکي فعالعيت کې ګډون وکړئ

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ

دا د لیکوال د پوهې او تجربې پربنسټ عمومي مقاله / مشوره ده. که تاسو کوم روغتیایي حالت لرئ نو مهرباني وکړئ فزیکي فعالعيت په هر ډول کې ښکیل کولو دمخه خپل د ډاکټر

سره مشوره وکړې

د اياز ساپی په اړه

اياز ساپی، په برمنگھم ښار پوهنتون کې د سپورټ ساینس او عامه روغتېا استاد او د پي ايچ ډي څیړونکی دې. د هغه اوسنۍ څیړنه د کارمندانو، فزیکي فعالعيت کچه، د تعقیب ښه کولو، او په کار کې د

روغتیا او هوساینې ته وده ورکولو لپاره نوې لارې پیژندل دي


Featured Posts
Posts are coming soon
Stay tuned...
Recent Posts
Archive
Search By Tags
No tags yet.
Follow Us
  • Facebook Basic Square
  • Twitter Basic Square
  • Google+ Basic Square